ټرمپ: د ایران پر وړاندې جګړه به ډېر ژر پای ته ورسېږي

0
7

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پرېکړه یې د دې لپاره کړې چې تهران د اټومي وسلو ترلاسه کولو ته پرېنږدي.

نوموړي ویلي، د ایران پر وړاندې روانه جګړه به ډېر ژر پای ته ورسېږي او په خبره یې، خلک به د دې جګړې پایله وویني.

ټرمپ د تېلو د بیو لوړېدو ته په اشارې ویلي، د تېلو د بیو زیاتوالی د امریکا او نړۍ د امنیت د تأمین په بدل کې د منلو وړ او لږ لګښت دی.

نوموړي د یکشنبې په ورځ په ایووا ایالت کې د یوې غونډې پر مهال ویلي، د جګړې له پای ته رسېدو سره به د تېلو بیې په پام وړ توګه راټیټې شي، خو تر هغه مهاله د بیو لوړېدل د امریکا او نړۍ د امنیت د خوندیتوب په بدل کې د منلو وړ لګښت دی.

ټرمپ د جګړې د پای ته رسېدو لپاره کومه مشخصه نېټه نه ده ښودلې، خو ویلي یې دي چې دا جګړه به «ډېر ژر» پای ته ورسېږي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ