امریکا په یوه امنیتي خبرتیا کې یوځل بیا ویلي، چې د «ایران په ملاتړ »حوثيانو پر سعودي عربستان د ملکي هوايي ډګرونو او مهمو تاسیساتو په ګډون بریدونه کړي، چې له امله یې ملکي وګړو ته مرګژوبله او د الوتنو په برخه کې ګډوډۍ رامنځته شوې دي.
امریکا خبرداری ورکړی، چې وضعیت په چټکۍ د لا خرابېدو احتمال لري او د هوايي ډګرونو د تړل کېدو او الوتنو د لغوه کېدو وېره شته.
واشنګټن له خپلو اتباعو غوښتي، چې په سعودي عربستان کې د هوايي ډګرونو د کارولو پر مهال له جدي احتیاط څخه کار واخلي او تر سفر مخکې د خپلو الوتنو وضعیت له هوايي شرکتونو او هوايي ډګرونو سره تایید کړي.


