د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وايي، د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې خبریالان یوازې د حقیقت د خپرولو او د خلکو د خبرولو له امله له ګواښونو، فشارونو او تاوتریخوالي سره مخ کېږي.
نوموړي د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت پای ته رسولو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، د خبریالانو په نښه کول یوازې د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې برید نه دی، بلکې د ټولې ټولنې د معلوماتو او حقیقت ته د لاسرسي حق زیانمنوي.
ګوترېش د دوشنبې په ورځ د لړم په ۱۱مه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، کله چې د خبریالانو غږونه چوپ کړل شي او د هغوی د راپورونو د خپرېدو مخه ونیول شي، ټوله ټولنه د دغې چوپتیا بیه پرې کوي.
هغه د خبریالانو پر وړاندې د ترسره شویو جرمونو د عاملانو د حساب ورکولو او محاکمې غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د رسنیو د کارکوونکو خوندیتوب او د هغوی لپاره عدالت باید تضمین شي.


