امریکا کې د منځمهاله ټاکنو ترسره کېدل؛ د استازو په مجلس کې د ډیموکراتانو د بریا اټکل

0
15

په امریکا کې نن منځمهاله ټاکنې ترسره کېږي، چې د نظرپوښتنو له مخې تمه ده ډیموکرات ګوند د استازو په مجلس کې برلاسی ومومي، خو په سنا کې د اوو مهمو څوکیو لپاره سخته سیالي روانه ده.

د راپورونو له مخې، د ډیموکراتانو د احتمالي بریا په اړه د ټرمپ ادارې د کانګرس له تایید پرته د حکومتولۍ لپاره بدیلې طرحې چمتو کړې دي. ټرمپ هم ګواښ کړی، چې د ډیموکراتانو د بریا په صورت کې به د هغوی پر پرېکړو خپل د ویټو واک وکاروي.

بلخوا، د ټاکنو له ورځې مخکې له ۵۱.۳ میلیونو څخه زیاتو امریکایانو خپلې رایې کارولې دي، چې د ۲۰۲۲ کال د مخکیني ریکارډ په پرتله زیاتوالی ښيي.

د دغو ټاکنو پایلې به د کانګرس پر کنټرول او د ټرمپ ادارې پر راتلونکو سیاسي او اجرایي پرېکړو مهم اغېز ولري.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ