نن د نومبر دویمه په ټوله نړۍ کې د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت پای ته رسولو نړیواله ورځ لمانځل کېږي.
دا ورځ په داسې حال کې را رسېږي چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې خبریالان د حقیقت د خپرولو له امله له ګواښونو، نیونو، تاوتریخوالي او ان د وژنو سره مخ دي.
ملګري ملتونه د دې ورځې په مناسبت د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د عاملانو د محاکمې، د رسنیو د کارکوونکو د خوندیتوب او د بیان د ازادۍ پر ساتنې ټینګار کوي.
د دې ورځې اساسي موخه دا ده چې د خبریالانو پر وړاندې د ترسره شویو جرمونو عاملان له مجازاتو پاتې نه شي او د هغوی لپاره عدالت تأمین شي.


