خلیلزاد: افغانستان د پاکستان له جوړېدو څو پېړۍ وړاندې دولت و

0
29

د افغان سولې په برخه کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د پوځ د ویاند هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی، چې افغانستان یې یو بې دولته هېواد بللی.

خلیلزاد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد چوهدري په پاروونکې او دښمنانه ژبه ویلي چې «افغانستان دولت نه دی»، خو د نوموړي دا ادعا د نړیوالو حقوقو له مخې ناسمه ده.

هغه ټینګار کړی چې افغانستان د پاکستان له رامنځته کېدو څو پېړۍ وړاندې د یوه دولت په توګه شتون درلود.

خلیلزاد د پاکستان له پوځي چارواکو غوښتي چې د افغانستان په اړه خپله له خطرونو ډکه او ناکامه تګلاره بدله کړي.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان او پاکستان یو بل ته اړتیا لري او دواړه هېوادونه باید د مثبتو اړیکو د رامنځته کولو او پراختیا لپاره هڅې وکړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ