نن د اکټوبر ۳۱مه د ښارونو له نړیوالې ورځې سره برابره ده؛ هغه ورځ چې د ښاري ژوند د ستونزو، د ښارونو د راتلونکې او د دوامدارې پراختیا په اړه د نړیوال پوهاوي د لوړولو لپاره نمانځل کېږي.
ملګري ملتونه وایي، د ښارونو نړیواله ورځ د دې لپاره هم مهمه ده چې هېوادونه د ښاري پراختیا په برخه کې خپلې تجربې شریکې او د ښارونو د اوسېدونکو لپاره د ښه ژوند شرایط برابرولو په موخه ګډې هڅې پیاوړې کړي.
سږ کال دغه ورځ د «ښارونو بیارغونه؛ د ټولو لپاره مناسب کورونه» تر شعار لاندې د چین په فوژو ښار کې نمانځل کېږي.
ملګري ملتونه ټینګار کوي چې د ښارونو د پراختیا ترڅنګ، د ارزانه او مناسب کورونو برابرول، د زړو ښاري سیمو بیارغول او د اوبو، روغتیا، ترانسپورټ او نورو بنسټیزو خدمتونو ښه کول د ښاري ژوند د کیفیت لپاره مهم دي.
د ملګرو ملتونو په وینا، د اقلیمي بدلونونو د اغېزو پر وړاندې د ښارونو د مقاومت پیاوړتیا هم د راتلونکو نسلونو لپاره د خوندي او دوامدارو ښارونو د جوړولو له مهمو اړتیاوو څخه ده.


