لیکنه: ډاکتر داود اعظمي
افغانستان له هغه وخت راهیسې چې طالبان څه باندې پنځه کاله وړاندې، له دوو لسیزو وسلهوالې جګړې وروسته، بېرته واک ته ورسېدل، تر ډېره د نړیوالو رسنیو له لومړیو خبرونو لرې پاتې شوی دی.
د سیمې او نړۍ پام لومړی د اوکراین او غزې جګړو او اوس د ایران پر لور اوښتی، چې له امله یې افغانستان لا ډېر د نړیوالو پام له دایرې بهر پاتې شوی دی. داود اعظمي، چې پخوا په کابل کې مېشت و، په دې لیکنه کې تشریح کوي چې د طالبانو واکمنۍ په افغانستان کې څه ډول بدلونونه راوستي دي.
طالبان یو مذهبي او انقلابي خوځښت دی چې اساسي موخه یې د دیني اصولو پر بنسټ د افغان ټولنې بدلون او د خپل ایډیالوژیک لیدلوري له مخې د یوه ځانګړي اسلامي نظام رامنځته کول دي.
طالبان افغانستان یو داسې اسلامي امارت ګڼي چې ټول واکونه یې د امیر یا ستر مشر په محور کې راڅرخي.
امیر په دې نظام کې هم سیاسي او هم مذهبي مشر دی.
د طالبانو د وسلهوالې جګړې پر مهال (۲۰۰۱ ـ ۲۰۲۱) د دې ډلې سترو مشرانو د رهبرۍ شورا او د خپلو مرستیالانو له لارې واک چلاوه.
د دغو مرستیالانو ډېری د رهبرۍ شورا مهم غړي هم وو.

د طالبانو اوسنی امیر، مولوي هبتالله اخوندزاده، چې ۶۰ کلن دی، لس کاله وړاندې، د ۲۰۱۶ کال په مې میاشت کې د دې ډلې مشر وټاکل شو. له ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته، هبتالله اخوندزاده په تدریجي ډول د حکومت او د طالبانو د تشکیلاتو پر ټولو چارو خپل واک او نفوذ پراخ کړی دی. نوموړي خپل مرستیالان لیرې کړي او د رهبرۍ شورا یې لغوه کړې ده.
مولوي هبتالله اخوندزاده د کندهار په ښار کې مېشت دی. کندهار د طالبانو د خوځښت د رامنځته کېدو ټاټوبی ګڼل کېږي. هغه د پرېکنده او وروستي مخالفت یا ویټو بشپړ واک لري، د حکومتولۍ لپاره ایډیالوژیک چوکاټ ټاکي او ډېری وخت د فرمانونو له لارې حکومت چلوي.
د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ کابینه، چې نوموړی د طالبانو د حکومت بالفعل لومړی وزیر دی، په کابل کې د حکومت ورځنۍ چارې پر مخ وړي. مولوي هبتالله پر سیاسي او پوځي چارو مطلق واک لري او په دې برخه کې تر ډېره په کندهار او کابل کې پر خپلو هغو نږدې او همفکره دیني عالمانو تکیه کوي چې د نوموړي له لیدلوري سره ورته نظر لري.
مولوي هبتالله د طالبانو د ادارې او تشکیلاتو پر ټولو څانګو واک لري او د قانون د پلي کولو په برخه کې هم نامحدود صلاحیتونه لري. هغه په کابل کې د وزیرانو او د ادارو د مشرانو په ګډون د حکومت ټول لوړپوړي او منځپوړي چارواکي ټاکي یا یې ټاکنې تأییدوي. په ولایتونو کې د واليانو او امنیتي قوماندانانو ټاکنې هم د هغه له تأیید پرته نه ترسره کېږي.
حتی د کابینې د غونډو اجنډا او پراختیايي پروژې هم باید د هغه دفتر تأیید کړي.
دیني عالمان د واک پر ګدۍ

د «طالبان» کلمه د عربي ژبې د «طالب» جمع ده چې په پښتو کې د پوهې او علم غوښتونکي ته ویل کېږي. د افغانستان او شاوخوا سیمې په تاریخي او ټولنیز مفهوم کې دا اصطلاح د هغو زدهکوونکو لپاره کارول کېده چې په دیني مدرسو کې یې زدهکړې کولې.
طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه په کابل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ نیسي. دې پېښې له دوو لسیزو وسلهوالې جګړې وروسته د طالبانو بېرته واک ته رسېدل په نښه کړل.
د طالبانو خوځښت په ۱۹۹۴ کال کې د سولې، عدالت او شریعت د پلي کولو تر شعار لاندې رامنځته شو. هغه مهال د مجاهدینو بېلابېل قوماندانان په خپلمنځي سختو جګړو بوخت وو. طالبانو په ۱۹۹۶ کال کې د سپټمبر په میاشت کې کابل ونیو.
په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا په مشرۍ د پوځي ائتلاف له خوا د طالبانو د لومړي حکومت له نسکورېدو وروسته، یو شمېر نورو افغانانو، په ځانګړي ډول د کلیوالو سیمو اوسېدونکو، هم د بېلابېلو لاملونو له مخې له دې ډلې سره یوځای کېدل پیل کړل.
په دغو لاملونو کې دیني باورونه، ملتپالنه (هغه څه چې دوی د بهرني یرغل پر وړاندې مبارزه ګڼله)، غچ اخیستنه (د پوځي عملیاتو پر مهال د بېعدالتیو او زیانونو په غبرګون کې) او په ټولنه کې د عمومي قانون او نظم ټینګښت شامل وو.
د طالبانو د خوځښت له پیله تر اوسه د دې ډلې مشري د دیني عالمانو په لاس کې پاتې شوې ده، خو د دې ډلې په ټیټو او منځنیو لیکو کې داسې کسان هم شته چې د دیني مدرسو دودیز غړي نه دي.
د افغانستان په دودیزه ټولنه کې دیني عالمان د پام وړ نفوذ لري. هغوی د دیني دندو د ترسره کولو ترڅنګ د شخړو په هواري او منځګړیتوب کې هم مهم رول لوبوي. خو په تاریخي لحاظ د دیني عالمانو واک او نفوذ عموماً د سیاسي مشرانو او قومي مخورو په پرتله محدود و.
دا د افغانستان په وروستي تاریخ کې لومړی ځل دی چې دیني عالمانو او مذهبي طبقې بشپړ سیاسي واک ترلاسه کړی دی. د حکومت ډېری لوړپوړي چارواکي، که په ملي کچه وي او که په سیمهییزه، دیني عالمان دي چې په مدرسو کې یې دیني زدهکړې کړې دي.
د طالبانو مشران په کابل کې د ۲۰۲۲ کال په اګست کې د واک ته د بېرته رسېدو د لومړۍ کلیزې په مناسبت په مراسمو کې ګډون کوي.
د طالبانو ستر مشر د سیاسي او ټولنیزو چارو په برخه کې د دیني عالمانو پر رول ځانګړی ټینګار کوي او هغوی د ټولنې مشران او لارښوونکي بولي.
نوموړي د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر په لومړیو کې په کندهار کې د دیني مدرسو له یوې ډلې مدیرانو سره د خبرو پر مهال ویلي وو چې دیني عالمان د پیغمبرانو او د هغوی د ملګرو وارثان دي. د هغه په وینا، د دیني عالمانو دنده ده چې د ټولنې مشري او لارښوونه وکړي، ټولنه اصلاح کړي، د خلکو اخلاق سم کړي او فساد او ورانکارۍ له منځه یوسي.
د امیر یا د هغه د سیاستونو په اړه په ښکاره ډول نیوکه کول اجازه نه لري. د حکومتي چارواکو او عامو خلکو له خوا د امیر د امرونو اطاعت یوه دیني دنده ګڼل کېږي، په داسې حال کې چې د هغه د امرونو نه منل او مخالفت ورسره دیني سرغړونه بلل کېږي.
په داسې یوه حکومتي جوړښت کې چې ورځ تر بلې د واک تمرکز پکې زیاتېږي، د طالبانو د تشکیلاتو او حکومت ټولې برخې په مستقیم ډول امیر ته ځوابویونکې دي.
د واک جوړښت

طالبانو د زور له لارې واک ترلاسه کړ او په افغانستان کې یې د یوه ګوندي نظام بنسټ کېښود. دا نظام تر یوه بریده له هغو ایډیالوژیکو او انقلابي حکومتونو سره ورته والی لري چې پخوا په افغانستان او د اسیا او افریقا په ځینو نورو هېوادونو کې رامنځته شوي وو.
د طالبانو په نظام کې د لوړو دولتي دندو وېش تر ډېره پر درېیو اصولو ولاړ دی:
لومړی: باور او وفاداري.
طالبان د خپلو نږدې کړیو او د مهمو پرېکړو په بهیر کې د بهرنیو کسانو د شاملولو په برخه کې ډېر احتیاط کوي. هغوی غواړي چې د مهمو دولتي او سیاسي دندو واک له خپلو باوري او وفادارو کسانو سره وي.
دویم: په وسلهواله جګړه کې ونډه او مسؤلیت.
طالبانو شل کاله د امریکا او ناټو ځواکونو او د هغوی په ملاتړ د افغان حکومت پر وړاندې جګړه کړې ده. د اوسني حکومت نږدې ټول لوړپوړي چارواکي له همدې وسلهوالې جګړې راوتلي او په هغې کې یې مهمې دندې ترسره کړې دي.
درېیم: د قربانیو او کړاوونو په بدل کې د امتیاز ورکول.
د طالبانو د حکومت ډېرو چارواکو او د هغوی د کورنیو غړو د جګړې پر مهال سخت کړاوونه ګاللي دي. په دغو کړاوونو کې د پوځي عملیاتو پر مهال مرګژوبله، شکنجه، ټپي کېدل او په افغانستان او پاکستان کې زنداني کېدل، او همدارنګه د کیوبا په ګوانتانامو زندان کې بندي کېدل شامل دي.
په سیوري کې حکومتولي

مولوي هبتالله اخوندزاده له یوې ساده او بېوزلې کورنۍ څخه دی. پلار یې د کندهار په یوه کوچني کلي کې د جومات ملا امام و.
د طالبانو په لیکو کې نوموړی د یوه پیاوړي دیني عالم په توګه درناوی لري. هغه د قرآن کریم د تفسیر، نبوي سنتو او اسلامي فقهې د اصولو په برخه کې د پوهې خاوند ګڼل کېږي. همدا لامل دی چې د طالبانو هغه مشران چې د ټولنیزو او سیاسي موضوعاتو په اړه له نوموړي سره بېلابېل نظرونه لري، د هغه پر وړاندې د خپل مخالفت څرګندولو ته زړه نه ښه کوي.
مولوي هبتالله اخوندزاده، د طالبانو ستر مشر، د افغانستان د اوسني واکمن نظام په جوړښت کې وروستی سیاسي او مذهبي واک په لاس کې لري.
مولوي هبتالله اخوندزاده د تصوف له یوې کورنۍ او فکري چاپېریال سره هم تړاو لري. نوموړی د الهي لارښوونې پر مفهوم باور لري او په خپلو سیاسي پرېکړو کې د رؤیا (رښتینو خوبونو) او استخارې (د خیر او ښېګڼې لپاره له الله تعالی څخه د لارښوونې غوښتلو او د چارو د اسانه کېدو دعا) ته ځای ورکوي.
هغه یو ډېر ګوښهناستی شخصیت دی او په ندرت سره کابل او نورو ولایتونو ته سفر کوي. په ډیجیټلي نړۍ کې یې هم د شتون او فعالیت نښې ډېرې کمې دي. د هغه یوازې یو انځور په پراخه کچه خپور شوی چې هغه هم څو لسیزې پخوانی دی.
د هغه د ویناوو غږیز ثبتونه چې په بېلابېلو مناسبتونو او غونډو کې یې کړې دي، او همدارنګه د هغو خبرو لیکلي متنونه چې له حکومتي چارواکو، دیني عالمانو او د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره یې په غونډو کې کړې دي، په عامه توګه خپرېږي.
نوموړی په خپلو خبرو کې عموماً د الهي شریعت پر پلي کولو او خلکو ته د خدمت پر اهمیت ټینګار کوي او خپلو مخاطبانو ته د هغوی لومړیتوبونه، دندې او مسؤلیتونه ورپه ګوته کوي.
پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه د طالبانو د واکمنۍ یوه څرګنده ځانګړنه ګرځېدلې او له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان په اړیکو کې یوه مهمه لانجمنه موضوع ده.
د هبتالله اخوندزاده کړنې او سیاستونه ښيي چې د هغه لپاره د دیني مشروعیت او له خپل مذهبي لیدلوري سره د سمون موضوع تر نړیوال رسمیت ډېر اهمیت لري. نوموړی ادعا کوي چې د دولت سیاستونه له الهي الهام او لارښوونې سرچینه اخلي.
له بلې خوا، نړیواله ټولنه په عمومي ډول د طالبانو د حکومت د مشروع حکومت په توګه د رسمیت پېژندلو موضوع له یو شمېر شرطونو سره تړي. په دغو شرطونو کې د یوه ټولشموله حکومت جوړول او د بشري حقونو درناوی شامل دي، چې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو ته پکې ټینګار کېږي.


