
د اردن سرحدي ځواکونو د سوریې له خاورې د دغه هېواد شمالي سیمو ته د ۱۴ وسلهوالو کسانو د اوښتو هڅه شنډه کړې ده.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، د اردن وسلهوالو ځواکونو د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې یادې ډلې د جمعې په ورځ غوښتل د درنې وسلهوالې نښتې په ترڅ کې د دغه هېواد خاورې ته ننوځي.
د اردن د پوځ په وینا، له وسلهوالو سره د مستقیمې نښتې پر مهال د دغې ډلې ګڼ غړي وژل شوي یا ټپیان شوي، خو پاتې کسان بېرته د سوریې خاورې ته تښتېدلي دي.
اردني ځواکونو د دغې پېښې د مرګژوبلې کره شمېر او د وسلهوالو ډلې هویت نه دی په ډاګه کړی.

