د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبېو به د شنبې په ورځ د اسټرالیا، هند او جاپان د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون د هند ـ ارام سمندر سیمې د څلور اړخیزې ډلې (کواد) غونډې کوربهتوب کړي.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، دا په روان کال کې د دغو څلورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو درېیمه غونډه ده او داسې مهال ترسره کېږي چې راتلونکې میاشت په فیلیپین کې د دغو هېوادونو د مشرانو د سرمشریزې لپاره چمتووالی روان دی.
ټاکل شوې د کواد د مشرانو سرمشریزه د نومبر له ۱۵مې تر ۱۸مې د اسیا د سوېل ختیځو هېوادونو ټولنې (ASEAN) د غونډې په څنډه کې د فیلیپین په پلازمېنه مانیلا کې جوړه شي.
دا به له ۲۰۲۴ کال راهیسې د دغو څلورو هېوادونو د مشرانو لومړنۍ سرمشریزه او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لپاره لومړۍ وي.
روبېو به د کواد د وزیرانو تر غونډې وروسته په اتلانتا کې د نړۍ د شلو سترو اقتصادونو (G20) د بهرنیو چارو وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه هم پای ته ورسوي.
نوموړي د جمعې په ماښام د دغې غونډې په څنډه کې ویلي، د نړۍ له پېچلو اقتصادي او جیوپولیټیکي ننګونو سره د مقابلې لپاره د هېوادونو ترمنځ همکاري اړینه ده، که څه هم د ټولو هېوادونو ګټې تل سره یو شان نه وي.
د راپور له مخې، د G20 د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د اوکراین او منځني ختیځ د جګړو پر سر د غړو هېوادونو ترمنځ ژور اختلافونه هم څرګند شوي دي.
د همدې اختلافونو له امله د غونډې تنظیموونکو د ګډونوالو د دودیز ګډ انځور اخیستل هم لغوه کړي؛ ځکه ځینو اروپايي هېوادونو د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره په ګډ انځور کې له درېدو ډډه کړې وه.
روبېو هیله ښودلې چې د بهرنیو چارو وزیرانو دا غونډه به د ډسمبر په ۱۴مه او ۱۵مه د امریکا د ولسمشر په کوربهتوب د G20 مشرانو د سرمشریزې لپاره زمینه برابره کړي.
دغه سرمشریزه به د فلوریډا په ډورال سیمه کې د ټرمپ په ګالف تفریحي مرکز کې جوړه شي.


