په نیویارک کې د قطر دایمي استازې عالیه احمد بن سیف آل ثاني، د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې روزمري ډیکارلو سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت وایي، په دې لیدنه کې د قطر استازې د افغانستان د ثبات او سولې لپاره د نړیوالو هڅو د ملاتړ په برخه کې له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو شریکانو سره د دوحې پر دوامدارې همکارۍ ټینګار کړی دی.
د وزارت په وینا، دواړو لورو د افغانستان د اوسني وضعیت او د دغه هېواد په تړاو د نړیوالو هڅو په اړه هم بحث کړی دی.
بل لور ته، روزمري ډیکارلو په افغانستان کې د خپل وروستي سفر په اړه معلومات ورکړي او د دغه هېواد د سیاسي او بشري وضعیت د وروستیو بدلونونو په اړه یې خبرې کړې دي.


