نن د خپلواکۍ د سمسور بڼ د اورژبي بلبل او ملي شاعر محمد امین ملنګ جان د تریخ بېلتون ۶۹ تلین دی.
د پښتنو د خپلواکۍ دې رنګین بیان داعي په ۱۹۱۴ زېږدیز کال چې له ۱۲۹۳ لمریز کال سره سمون خوري خپلې ویښې او رڼې سترګې د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ په چمیار کلي کې د ملک عبدالشکور په کاله کې غړولې وې.
لا تنکی درې کلن ماشوم و چې د یتیمتوب سخته څپېړه یې په خپلو ګل ګل اننګو وخوړه او یتیم شو، پوله پټی یې د پښتنو د ناوړه دود تربګنۍ له کبله له تنکیو لاسونو ووت، ۱۵ کلن و او ایله یې شونډه شنه شوې وه چې له خپلې کورنۍ سره د خاپوړو له کلي د کامې داربنګ کلي ته کډه شو. هلته یې الهامي ژبه د شعر له خواږه هنر سره اشنا شوه او لومړی شعر یې په اتحاد مشرقي اخبار کې چاپ شو له شپږو میاشتو وروسته بېرته خپل کلي ته ستون شو.
د خپل خدايي استعداد له کبله په ۱۳۳۲ لمریز کال د کابل راډېو د موسیقۍ د څانګې سنبالښت ور وسپارل شو، د سردار داوود خان پام ورواوښت معلم یې ورته وګماره چې پښتو لیک او لوست زده کړي په شپږو میاشتو کې یې دومره لیک لوست زده کړچې خپل شعرونه یې لیکلای او لوستلای شول، حکومت ورته ځانګړې معاش وټاکه.

له نن نه پوره ۶۹ کاله مخکې د ۱۹۵۶ زېږدیز کال د اکتوبر په ننۍ نېټه یانې د اکتوبر پر ۳۱ مه له کابله ننګرهار ته له خپل یوازیني ماشوم زوی دواجان سره روان و چې د لته بند په کږلېچونو کې پرې په مرموز ډول موټر چپه شو او پلار او زوی دواړه له دارلفنا نه درالبقا ته کډه شول.
ملنګ جان د خپل وطن د دښتو، غرونو، حجرو او دېرو او د لوی افغانستان غوښتونکی شاعر و د شاعرۍ ټولګه یې خوږې نغمې نومېږي، د ملنګ جان د روح د اسماني کېدو ۶۹ کلونه وشول خو اوس هم د هغه شاعري د ولس پر ژبه ده او داسې افغان سندرغاړی به په ګرانه پیدا شي چې پښتو سندرې دې وايي خو د ملنګ جان شعرونه او چاربیتې دې یې نه وي سندرېزې کړي د هغه شاعري ځانګړی سبک لري او په موسیقۍ کې یې هم د ملنګ جاني په نوم ځانګړی سبک په پوره شور او ځوږ سره ژوندی دی.
ملنګ جان ته د اسلام تر بیرغ لاندې ناسته په جنت کې ناسته وه وايي:
د اسلام د بیرغ سیوري لاندې ناست یم
لکه خاص چې په جنت کې د چا کور وي
په ګور یې نور او اروا یې ښاده


