جان کیري: پر ایران د بریدونو بیا پیلول به د امریکا لویه تېروتنه وي

0
9
FILE PHOTO: John Kerry, Special Presidential Envoy for Climate, delivers remarks during a press briefing at the White House in Washington, U.S., April 22, 2021. REUTERS/Tom Brenner

د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کیري خبرداری ورکړی، چې له منځمهالو ټاکنو وروسته پر ایران د امریکا د پوځي بریدونو بیا پیلول به «ډېره لویه تېروتنه» وي.

کیري له سي‌اېن‌اېن سره په مرکه کې ویلي، پوځي فشار تهران خبرو ته نه شي اړ ایستلی، بلکې ښايي ایران له ډیپلوماسۍ لا لرې کړي.

د هغه په وینا، د امریکا وروستیو پوځي اقداماتو د واشنګټن د خبرو دریځ پیاوړی کړی نه دی، بلکې له ایران څخه د نورو امتیازونو ترلاسه کول یې ستونزمن کړي دي.

نوموړي ټینګار کړی چې «د بم جوړولو پوهه په بمبارۍ له منځه نه شي وړل کېدای» او له امریکا یې غوښتي چې له ایران سره د ښکاره او محرمانه ډیپلوماټیکو لارو خبرو ته دوام ورکړي.

کیري باور لري چې د ۲۰۱۵ کال اټومي هوکړې ته ورته یوې نوې هوکړې ته رسېدل لا هم ممکن دي.

نوموړي، چې د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال له ایران سره د اټومي هوکړې په خبرو کې مهم رول درلود، په ۲۰۱۸ کال کې له دغه تړون څخه د امریکا د وتلو په اړه د ډونالډ ټرمپ پر پرېکړه هم نیوکه کړې ده.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ