په تهران کې د ایران، پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې څلور اړخیزه امنیتي غونډه پیل شوه

0
33

د ایران، پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې د لوړپوړو چارواکو څلور اړخیزه غونډه د دوشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۶مه، د ایران په پلازمېنه تهران کې پیل شوې ده.

د غونډې تمرکز د سیمې پر امنیت او ثبات دی.

په دې غونډه کې د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضايي، د سعودي عربستان د دفاع وزیر خالد بن سلمان، د پاکستان د پوځ مشر فیلډمارشال عاصم منیر او د ترکیې د استخباراتي ادارې رئیس ابراهیم قالن ګډون لري.

د راپورونو له مخې، د دې غونډې د جوړېدو وړاندیز پاکستان کړی او ایران ورسره موافقه کړې ده.

د غونډې پر اجنډا د سیمې امنیتي وضعیت، د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو د پوځي عملیاتو پایلې او د دغو عملیاتو دوام، او همدارنګه د فلسطین او لبنان له خلکو سره د مرستې موضوعات شامل دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، دا غونډه د سیمه‌ییز امنیت د داسې جوړښت پر لور عملي ګام کېدای شي چې د سیمې د هېوادونو پر خپلمنځي همکارۍ او ګډو ګټو ولاړ وي.

هغه هیله څرګنده کړې چې دا خبرې به د سیمه‌ییز امنیت په برخه کې د نورو مشورو او همکاریو زمینه هم برابره کړي.

تر اوسه په خپرو شویو راپورونو کې د غونډې د پایلو یا د کومې رسمي هوکړې د لاسلیک په اړه مشخص معلومات نه دي ورکړل شوي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ