د ایران، پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې څلور اړخیزه غونډه پای ته ورسېده

0
11

د ایران، پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې د لوړپوړو چارواکو څلور اړخیزه غونډه د دوشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۶مه، د ایران په پلازمېنه تهران کې پای ته ورسېده.

په دې غونډه کې د سیمې پر امنیت، د اسرائیلو پر فعالیتونو او د فلسطین او لبنان پر وضعیت خبرې وشوې.

د غونډې کوربه د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضايي و.

په غونډه کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم ګډون درلود.

د سعودي عربستان د دفاع وزیر خالد بن سلمان، د پاکستان د پوځ مشر فیلډمارشال عاصم منیر او د ترکیې د استخباراتي ادارې رئیس ابراهیم قالن د خپلو هېوادونو په استازیتوب په دې ناسته کې حاضر وو.

د راپورونو له مخې، د غونډې موخه د سیمې د امنیت او ثبات پیاوړتیا، د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو د پوځي اقداماتو د پایلو ارزونه او د فلسطین او لبنان د خلکو د ملاتړ په اړه خبرې وې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي تر غونډې مخکې ویلي وو، چې دا ناسته د سیمې د هېوادونو ترمنځ د باور او همکارۍ د پیاوړتیا او د سیمه‌ییز امنیت لپاره د یوه ګډ جوړښت د رامنځته کولو پر لور عملي ګام کېدای شي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم له یادو چارواکو سره په لیدنه کې د اسلامي هېوادونو پر یووالي او همکارۍ ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې ایران د هغو هوکړو ملاتړ کوي چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ یووالی، امنیت او پرمختګ پیاوړی کړي. نوموړي زیاته کړې، اسلامي هېوادونه کولای شي نړۍ ته د عدالت او پرمختګ یوه بېلګه وړاندې کړي.

دا غونډه په داسې حال کې ترسره شوه چې په سیمه کې د ایران، امریکا او اسرائیلو ترمنځ د جګړې د بیا پراخېدو اندېښنې زیاتې شوې او پر سعودي عربستان د حوثیانو بریدونو هم امنیتي وضعیت پېچلی کړی دی.

تر اوسه د خپرو شویو راپورونو له مخې، د غونډې په پای کې د کومې رسمي هوکړې یا ګډې اعلامیې جزئیات نه دي اعلان شوي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ