نیمروز کې ۲۶ ټانکره بې‌کیفیته تېل بېرته ایران ته ګرځول شوي

0
28

د طالبانو حکومت د نیمروز ولایت د نفتو او ګازو ریاست وايي، د لابراتواري ازموینو او کیفیت د ارزونې وروسته، ۲۶ ټانکره بې‌کیفیته ډیزل او پټرول بېرته ایران ته ګرځول شوي دي.

د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، د نیمروز د نفتو او ګازو عمومي مدیر مولوي نعمت‌الله طلحه ویلي، یاد ټانکرونه د وارداتي تېلو له نمونې اخیستنې او ارزونې وروسته بې‌کیفیته تشخیص شوي دي.

د نوموړي په وینا، د کیفیت د کنټرول ادارې په لابراتوارونو کې د ازموینو پایلو ښودلې چې د دغو تېلو کیفیت له ټاکل شویو معیارونو ټیټ دی؛ له همدې امله یې افغانستان ته د واردېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د نیمروز د نفتو او ګازو ریاست وايي، یاد نفتي مواد د موظف پلاوي له لوري بېرته ایران ته لېږدول شوي دي.

د طالبانو د حکومت د چارواکو په خبره، د وارداتي تېلو د کیفیت د ارزونې بهیر دوام لري او هغه محمولې چې ټاکل شوي معیارونه پوره نه کړي، بېرته به مسترد شي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ