د ایران، پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان د څلور اړخیزې غونډې ګډه اعلامیه خپره شوه

0
14

د ایران، پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان لوړپوړو چارواکو د دوشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۶مه، د ایران په پلازمېنه تهران کې څلور اړخیزه غونډه کړې او د ناستې په پای کې یې په سیمه کې د سولې او امنیت لپاره د همکارۍ پر دوام هوکړه کړې ده.

د ګډې اعلامیې له مخې، د دې څلور اړخیزې غونډې کوربه د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي تورن جنرال محسن رضايي و.

په غونډه کې د سعودي عربستان د دفاع وزیر شهزاده خالد بن سلمان، د پاکستان د پوځ او دفاعي ځواکونو مشر فیلډمارشال عاصم منیر او د ترکیې د استخباراتي ادارې رئیس ابراهیم قالن ګډون کړی و.

د ایران له لوري د ملي امنیت عالي شورا د منشي ترڅنګ د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم په غونډه کې حاضر و.

د ګډې اعلامیې له مخې، د څلورو هېوادونو استازو هوکړه کړې چې د سیمه‌ییزې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره به خپلو خبرو اترو ته دوام ورکوي، څو په سیمه کې د سولې او امنیت د ټینګښت په برخه کې ګډې هڅې زیاتې کړي.

په اعلامیه کې د نورو مشخصو هوکړو، د عملي اقداماتو یا د راتلونکو غونډو د نېټې په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.

دا د دغو څلورو سیمه‌ییزو هېوادونو لومړنۍ څلور اړخیزه غونډه وه چې په تهران کې ترسره شوه.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ