په فرانسه کې د نوو ناکراریو خبرداری؛ ۷۰ زره امنیتي ځواکونه به وګومارل شي

0
32

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لوران نونیز د شنبې په ورځ د نوو اعتراضونو او احتمالي ناکراریو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د هېواد په کچه به د امنیت د ټینګښت لپاره په پراخه کچه امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شي.

نونیز ویلي، د شنبې د اعتراضونو لپاره به شاوخوا ۷۰ زره پولیس او امنیتي ځواکونه وګومارل شي، څو د تېرې اوونۍ د تاوتریخوالي او لوټمارۍ د تکرار مخه ونیول شي.

د فرانسې حکومت وايي، د تېرې اوونۍ په اعتراضونو کې په پاریس، مارسی، لیون او یو شمېر نورو ښارونو کې تاوتریخوالی، د هټیو لوټل او د عامه او شخصي ودانۍ زیانمنې شوې وې.

د کورنیو چارو وزیر ویلي، د شنبې لپاره به د پولیسو ترڅنګ ځانګړي امنیتي ټیمونه، ګرځنده ځواکونه، چورلکې، ډرونونه او د ډرون ضد سیستمونه هم وکارول شي او په وینا یې په ځینو سیمو کې به د شپې د تګ راتګ محدودیتونه هم دوام ولري.

په ورته وخت کې، د فرانسې په بېلابېلو ښارونو کې د اعتراضونو لپاره محدودیتونه لګول شوي او چارواکي هڅه کوي د لاریونونو د سوله‌ییز ترسره کېدو ترڅنګ د احتمالي تاوتریخوالي او لوټمارۍ مخه ونیسي.

دا اعتراضونه تر ډېره د ژوند د لوړو لګښتونو، د عامه خدمتونو د وضعیت او د زده‌کوونکو او کارکوونکو د غوښتنو له امله رامنځته شوي دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ