د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې له لوړپوړو چارواکو سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې د اټومي وسلو د جوړولو هڅه نه کوي، خو د نړیوالو قوانینو او ژمنو په چوکاټ کې د خپلو سولهییزو اټومي فعالیتونو د دوام حق لري.
پزشکیان ټینګار کړی چې ایران د اټومي وسلو د نهخپرېدو تړون (NPT) د غړي په توګه د سولهییزو اټومي فعالیتونو حق د ځان لپاره خوندي بولي.
نوموړي همداراز ویلي، پر ایران د پوځي بریدونو په دوام کې د خبرو اترو لپاره د چمتووالي څرګندول د ایراني چارواکو او خلکو ترمنځ بېباوري زیاتوي.
پزشکیان دا څرګندونې په تهران کې د سعودي عربستان د دفاع وزیر خالد بن سلمان، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر او د ترکیې د استخباراتي ادارې رئیس ابراهیم قالن سره د لیدنې پر مهال کړې دي.


