د ایران د ملي امنیت شورا مرستیال علي باقري کني ویلي، د سعودي عربستان د دفاع وزیر خالد بن سلمان، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر او د ترکیې د استخباراتو رئیس ابراهیم قالن به تهران ته سفر وکړي او په یوه ګډه غونډه کې به ګډون وکړي.
باقري کني ویلي، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر په خپله پخوانۍ لیدنه کې د ایران د ملي امنیت شورا له سلاکار محسن رضايي سره په خبرو کې د دغو درېیو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو د سفر پرېکړه یاده کړې وه.
د هغه په وینا، د یادې غونډې موخه د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه خبرې او د سیمهییزې همغږۍ پیاوړتیا ده.
نوموړي هیله ښودلې چې دا ناسته د سیمې د هېوادونو ترمنځ د داسې امنیتي جوړښت په رامنځته کولو کې ګټور ګام وي، چې د سیمې د هېوادونو پر خپلمنځي همکارۍ ولاړ وي.
دا لیدنه په داسې حال کې پلان شوې چې په سیمه کې د ایران، امریکا او اسرائیل ترمنځ د جګړې او پر سعودي عربستان د حوثيانو د بریدونو له امله امنیتي وضعیت ترینګلی شوی دی.


