د سپوږمکۍ انځورونو یوې ارزونې ښودلې چې په افغانستان کې د کوکنارو د کرکېلې له بندیز وروسته، د دغو بوټو کرکېله د پاکستان بلوچستان او د ایران سیستان او بلوچستان ولایتونو ته پراخه شوې ده.
د بریتانیا مېشتې «السیس» ادارې د سپوږمکۍ انځورونو له مخې، یوازې د پاکستان په بلوچستان کې په ۲۰۲۵ کال کې پر ۹ زره او ۱۱۶ هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو.
د ارزونې له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې هم د دغې کرکېلې د پراختیا نښې لیدل شوې دي.
د راپور له مخې، یو شمېر افغان کروندګر د طالبانو حکومت د بندیز او اقتصادي ستونزو له امله پاکستان او ایران ته تللي او هلته یې د کوکنارو کرکېلې ته مخه کړې ده.
د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې هم د سپوږمکۍ انځورونه د کوکنارو د کرکېلې پراخې سیمې ښيي.
د نشهيي توکو د برخې کارپوهان خبرداری ورکوي چې که دغه بهیر دوام وکړي، په ۲۰۲۷ کال کې به په سیمه کې د کوکنارو کرکېله نوره هم زیاته شي.
د دوی په باور، دا وضعیت د هیروینو نړیواله عرضه زیاتولای شي او وسلهوالو ډلو ته د نشهيي توکو له سوداګرۍ څخه د عوایدو د ترلاسه کولو زمینه برابرولای شي.
بلخوا، راپور ښيي چې د کوکنارو کرکېله په افغانستان کې هم په ځینو سیمو کې بېرته مخ پر زیاتېدو ده.
وچکالۍ، پورونو او اقتصادي ستونزو په بدخشان او د هېواد په سوېل لوېدیځو ولایتونو کې یو شمېر کروندګر اړ کړي چې د بندیزونو له شتون سره سره بیا هم د کوکنارو کرکېلې ته مخه کړي.
د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) بیا ویلي چې په پاکستان کې د کوکنارو د کرکېلې په اړه کره معلومات محدود دي او د دغه هېواد د نشهيي توکو تولید لا هم لږ اټکل کېږي؛ خو د سپوږمکۍ انځورونو او د کروندګرو له مرکو څخه ترلاسه شوي معلومات د سیمې په کچه د دې کرکېلې د پراختیا نښې څرګندوي.


