د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي وايي، ټاکل شوې اوکراین، امریکا او روسیه د نومبر په میاشت کې د سولې خبرې بېرته پیل کړي؛ هغه خبرې چې له ځنډ سره مخ شوې دي.
د زلنسکي په وینا، د خبرو په راتلونکي پړاو کې به د ځمکنیو مسایلو په اړه پرېکړې د درېیو هېوادونو د مشرانو له لوري وڅېړل شي، خو نورې موضوعګانې به تخنیکي ډلې وارزوي.
نوموړي ویلي، د ځمکنۍ بشپړتیا او د سیمو د وضعیت په څېر مهمې مسئلې باید د هېوادونو د مشرانو په کچه حل شي، په داسې حال کې چې تخنیکي ډلې به د خبرو د نورو برخو په اړه کار وکړي.
د سولې د خبرو د بیا پیل هڅې داسې مهال کېږي، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه دوام لري او د امریکا په منځګړیتوب د دواړو لورو ترمنځ پخوانۍ خبرې له ځنډ سره مخ شوې وې.
د راپورونو له مخې، د درې اړخیزو خبرو لپاره د متحده عربي اماراتو پلازمېنه ابوظبي هم د احتمالي کوربه ښار په توګه یاد شوی دی.
تر دې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي و چې د اوکراین د جګړې په اړه له امریکا او چین سره خبرې کوي او په دې خبرو کې به زلنسکي ونډه ونه لري.


