د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وايي، تهران د هر ډول احتمالي وضعیت لپاره چمتووالی لري، خو له ډیپلوماټیکو لارو د ستونزو د حل امکان یې هم پرانیستی ساتلی دی.
بقایي د جرمني له ARD عامه خپرندوی سره په مرکه کې، چې د ایران دولتي پرس ټلویزیون خپره کړې، ویلي، ایران هېڅکله د خبرو اترو مېز نه دی پرېښی او د ډیپلوماسۍ دروازه یې نه ده تړلې.
نوموړي زیاته کړې، هېواد یې په ورته وخت کې د خپلې خاورې د دفاع لپاره بشپړ چمتووالی لري او د منځګړو له لارې پیغامونه هم تبادله کېږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، چې واشنګټن پر تهران یو اړخیزې غوښتنې تپي، چې په هغو کې د ایران بشپړ تسلیمېدل هم شامل دي؛ خو د هغه په وینا، هېڅ ایرانی به دا غوښتنه ونه مني.
بقایي پر اروپايي هېوادونو هم نیوکه کړې، چې د شخړې په اړه یې د خپلواک دریځ پر ځای د امریکا ملاتړ کړی دی.
نوموړي د هرمز تنګي د امنیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د ده په وینا، امریکا او اسراییل له ټولې سیمې څخه د ایران پر وړاندې د پوځي بریدونو لپاره کار اخلي.
هغه ټینګار کړی، تر هغه چې دغه وضعیت دوام ولري، ایران اړ دی چې د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا، ملي امنیت او خلکو د ساتنې لپاره لازم اقدامات وکړي.


