د امریکا د ټکنالوژۍ شرکت اپل اعلان کړی چې د اکتوبر په ۲۸مه به د کالیفورنیا په لاس انجلس ښار کې د خپلو نویو محصولاتو د معرفي کولو ځانګړې غونډه جوړه کړي.
د رویټرز د راپور له مخې، تمه ده چې په دې غونډه کې د اپل لومړنی ټچسکرین لرونکی مکبوک پرو کمپیوټر هم معرفي شي.
بلومبرګ خبري اژانس راپور ورکړی چې دا به د اپل د مکبوکونو په لړۍ کې یو مهم بدلون وي.
دا غونډه وروسته له هغې جوړېږي چې اپل په سپټمبر کې خپل قات کېدونکی «ډویو» ایفون او تېره اوونۍ یې د کور د هوښیار مدیریت وسیله «هومویو» او د مصنوعي ځیرکتیا نور وسایل معرفي کړل.
د راپور له مخې، د اپل اجرائیوي مشر جان ټرنوس هڅه کوي چې د نویو محصولاتو د جوړولو بهیر چټک او د شرکت اداري جوړښت ساده کړي.
اپل معمولاً په جون میاشت کې د سافټویر پراختیاکوونکو کنفرانس او د کال په وروستیو میاشتو کې د نویو ایفونونو او نورو وسایلو د معرفي کولو غونډې جوړوي.


