یو روسی سوداګر پلان لري، چې د کندهار ۵ زره ټنه انار روسیې، قزاقستان، ازبکستان، جاپان او سویلي کوریا ته ولېږدوي.
د نوموړي په وینا، د مرکزي اسیا، روسیې او د نړۍ په ګڼو نورو هېوادونو کې د افغانستان تازه او وچو مېوو ته د پېرودونکو لېوالتیا زیاته ده.
تیرکال، د کندهار ۲۵ ټنه انار د لومړي ځل لپاره روسیې ته صادر شوي وو، خو د کندهار د سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې له دې ولایت څخه ۸۸،۶۲۵ ټنه انار بهرنیو بازارونو ته صادر شوي وو.


