د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وايي، هېواد یې له روسیې سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو د کمېدو په اړه ګډ دریځ لري.
عراقچي دغه څرګندونې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره په یوه ګډه خبري غونډه کې کړې دي.
نوموړي ویلي، تهران او مسکو د کابل او اسلاماباد ترمنځ د ستونزو د هواري او د ترینګلتیاوو د کمولو په برخه کې ورته نظر لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شته اختلافاتو کمېدل د سیمې د ثبات او امنیت لپاره مهم دي.
په همدې حال کې، تر دې وړاندې په پاکستان کې د روسیې سفیر هم ویلي و چې مسکو چمتو دی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو د کمولو په برخه کې همکاري وکړي.
د روسیې او ایران دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ په وروستیو کې د امنیتي او سیاسي مسایلو له امله اړیکې ترینګلې شوې دي او د دواړو لورو ترمنځ د ستونزو د هواري لپاره د سیمهییزو هېوادونو د منځګړیتوب او ډیپلوماټیکو هڅو غوښتنې زیاتې شوې دي.


