د مصنوعي ځیرکتیا د څېړنې یوې ادارې ویلي، د مصنوعي ځیرکتیا څو اجنټانو هڅه کړې چې د کاناډا د حکومت یوه وېبپاڼه هک کړي؛ خو د کاناډا حکومت وايي، تر اوسه داسې نښې نه شته چې دولتي سیسټمونه یې هک یا زیانمن شوي وي.
د ترانسلوس په نوم د AI څېړنیزې ادارې په وینا، دغه اجنټانو د مې په ۲۸مه او د جون په ۹مه د کاناډا د کتابتون او ارشیف وېبپاڼې ته د لاسرسي هڅه کړې ده.
ادارې ویلي، په دغو هڅو کې د هک کولو ځینې ابتدايي او ناکامې لارې کارول شوې دي.

ترانسلوس ویلي، د دغو هڅو کارول شوې لارې له هغو فعالیتونو سره ورته والی لري چې دوی مخکې په ورته موده کې له اوپنایآي سره تړلي بللي وو؛ خو ټینګار یې کړی چې په ډاډ سره نه شي ویلای چې دا هڅې د اوپنایآي وې.
د کاناډا د سایبري امنیت مرکز ویلي، د احتمالي AI فعالیتونو له راپورونو خبر دی، خو تر اوسه هېڅ نښه نشته چې د حکومت سیسټمونه هک شوي وي.

اوپنایآي هم ویلي چې د کاناډا د حکومت پر وېبپاڼو د خپلو ماډلونو د عامه معلوماتو ته د لاسرسي د راپورونو په اړه خبر دی او د ترانسلوس موندنې ارزوي.
رویټرز وايي، په داسې حال کې چې د مصنوعي ځیرکتیا پرمختګ چټک روان دی، د نړۍ حکومتونه د دغې ټکنالوژۍ له نوو امنیتي ګواښونو سره د مقابلې لپاره د قوانینو او امنیتي سیستمونو د برابرولو له ستونزې سره مخ دي.


