عمران ریاض خان: هغه پښتانه چې د پاکستان دفاع یې کړې، نن «ترهګر» بلل کېږي

0
65

پاکستاني خبریال عمران ریاض خان د دغه هېواد په سیاسي چارو کې د پوځ پر پراخ رول نیوکه کړې او ویلي یې دي، هر مهال چې پوځ د یوه منتخب حکومت پر وړاندې ودرېږي، رسنۍ هم د دروغجنو تبلیغاتو لپاره کارول کېږي.

نوموړي د ۱۹۷۱ کال پېښو ته په اشارې ویلي، چې پوځي جنرالانو د بنګالیانو د رایې حق محدود کړ او په دې توګه یې د پاکستان د تجزیې زمینه برابره کړه.

عمران ریاض خان زیاته کړې، چې ورته وضعیت اوس په خیبر پښتونخوا کې هم تکرارېږي او د پښتنو د سیاسي او رایې ورکولو حقونو د محدودولو لپاره زمینه برابرېږي.

هغه همداراز ویلي، هغه پښتانه چې د پاکستان د سختو شرایطو پر مهال یې د دغه هېواد دفاع کړې، اوس «ترهګر» بلل کېږي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې په هر هېواد کې د پوځي جنرال د مشر په توګه منل کېدل کولای شي د هغه هېواد د ویجاړۍ لامل شي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ