د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ په غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته تللي ایراني پلاوي ته د دغه هېواد د ژر تر ژره پرېښودو امر کړی دی.
د اکسیوس د راپور له مخې، دا پرېکړه د دوشنبې په ماښام وروسته له هغې وشوه چې د واشنګټن او تهران ترمنځ غیرمستقیمې خبرې له پرمختګ پرته په ټپه ودرېدې.
د اکسیوس په وینا، په امریکا کې د ایران استازولۍ ته ویل شوي چې د ایران پلاوی باید سمدستي نیویارک پرېږدي.
په دغه پلاوي کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم شامل و.

د راپور له مخې، ایراني پلاوي څو ساعته وروسته هوايي ډګر ته ولاړ او د سېشنبې په سهار شاوخوا ۱:۲۰ بجې یې له نیویارک څخه د قطر پلازمېنې دوحې پر لور الوتنه وکړه.

د اکسیوس په وینا، د قطر منځګړو هڅه کوله چې د امریکا او ایران ترمنځ په خبرو کې پرمختګ رامنځته کړي، خو دواړو لورو پر خپلو دریځونو له نرمښت څخه ډډه کړې او خبرې له خنډ سره مخ شوې دي.
خو د ایران د ملګرو ملتونو استازولۍ د امریکا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې د پلاوي وتل له مخکې پلان شوي وو او د سفر مهالوېش یې د سپټمبر پر ۱۷مه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سره شریک کړی و.


