د سپېس اېکس «سټارشېپ» فضايي بېړۍ د لومړي ځل لپاره د ځمکې مدار ته په رسېدو بریالۍ شوه او ورسره یې د «سټارلنک» شبکې ۲۶ نوې سپوږمکۍ هم مدار ته انتقال کړې.
بېپیلوټه او ۴۰ پوړیزه سټارشېپ د امریکا له ټکساس ایالت څخه وتوغول شوه.

د الوتنې پر مهال د بېړۍ له درې اصلي انجنونو څخه یو له ټاکلي وخت مخکې ودرېد، خو د سپېس اېکس انجنیرانو وویل چې دغه ستونزه د ماموریت د مدار ته رسېدو مخه نه شي نیولی.
ټاکل شوې وه چې الوتنه شاوخوا ۱۰ ساعته دوام وکړي، خو د انجن د ستونزې له امله ماموریت نږدې درې ساعته وروسته پای ته ورسېد.

په همدې موده کې سټارشېپ د شاوخوا ۲۶۹ کیلومترو په لوړوالي کې ۲۶ سټارلنک سپوږمکۍ په بریالیتوب سره ځای پر ځای کړې.
د سپېس اېکس مشر ایلن ماسک ویلي چې ټولې سپوږمکۍ په بریالیتوب سره مدار ته انتقال شوې او عادي فعالیت کوي.
له دې وروسته سټارشېپ د ارام سمندر پر لور راښکته شوه او له اوبو سره تر تماس وروسته یې اور واخیست.

دا د سټارشېپ له ۲۰۲۳ کال راهیسې څوارلسمه ازمایښتي الوتنه وه او لومړۍ الوتنه وه چې مدار ته په رسېدو بریالۍ شوه.
سپېس اېکس غواړي په راتلونکې کې له دې بېړۍ څخه د سټارلنک سپوږمکیو د چټک او پراخ توغولو او د ناسا د «ارټیمس» پروګرام په راتلونکو سپوږمیزو ماموریتونو کې کار واخلي.


