د پکتیکا ولایت د شکین ولسوالۍ د موسیخېلو کلي اوسېدونکی نورخان، د آیتخان زوی، تېره ورځ د انګور اډې په سیمه کې د پاکستاني پوځيانو له لوري د درازکوف په وسیله وژل شوی دی.

د معلوماتو له مخې، نورخان هغه مهال په نښه شوی، چې له څېرمه دوکانونو څخه خپل کور ته روان و.
نورخان د شکین ولسوالۍ د نورالمدارس لېسې د یوولسم ټولګي زدهکوونکی و.
د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


