د هرات–خواف رېل پټلۍ د څلورمې برخې لومړی فاز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

0
60

د هرات–خواف د اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې لومړی فاز، چې ۴۳ کیلومتره اوږدوالی لري، د ۵۸.۵ میلیونه ډالرو په لګښت بشپړ او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د طالبانو حکومت د اوسپنې پټلۍ ادارې په وینا، د دې برخې د پرانیستې په مراسمو کې د هرات والي نوراحمد اسلام‌جار، د قزاقستان یو پلاوی او د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولان حاضر وو.

د هرات والي د یادې برخې پرانیستل د هرات د اقتصادي او ترانزیټي ظرفیت د پراختیا لپاره مهم ګام بللی او ویلي یې دي چې د رېل پټلۍ پراختیا کولی شي د سیمې له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو او د مالونو د لېږد زمینه نوره هم اسانه کړي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس عبدالکریم فاتح وايي، د دې پروژې له بشپړېدو سره به د رېل له لارې د توکو د لېږد ظرفیت پراخ او د افغانستان او سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې اسانه شي.

د پروژې د مسوولینو په وینا، د جوړولو په بهیر کې د رېل پټلۍ اړوند زیربناوې، پلچکونه او نور اړین تاسیسات جوړ شوي دي.

هرات–خواف رېل پټلۍ په ټولیز ډول څلور برخې لري؛ دوه یې د ایران او دوه نورې د افغانستان په خاوره کې دي.

له دې څلورو برخو څخه درې بشپړې شوې دي او درېیمه برخه تر روزنک تمځي پورې غځېدلې، چې اوس ترې استفاده کېږي.

د څلورمې برخې لومړی فاز اوس بشپړ شوی، خو دوهم فاز یې لا هم د جوړېدو په حال کې دی.

دغه فاز شاوخوا ۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري او له ده‌سرخ سیمې څخه د هرات تر صنعتي ښارګوټي پورې غځېږي.

د چارواکو په وینا، د څلورمې برخې د دوهم فاز له بشپړېدو سره به د هرات–خواف د اوسپنې پټلۍ پروژه په بشپړ ډول فعاله شي او د افغانستان د لوېدیځ له لارې به د سیمې له رېل پټلۍ شبکې سره د نښلېدو ظرفیت لا پراخ شي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ