ډېوه پتنګ: افغانستان باید له ټولو هېوادونو سره د ملي ګټو پر بنسټ اړیکې ولري

0
55

سیاسي او ټولنیزې فعالې ډېوه پتنګ له ایلم نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د افغانستان په اړه د سیمې هېوادونه، په ځانګړي ډول چین، روسیه او ایران، مهم رول لري.

نوموړې ویلي، ایران له افغانستان سره د ژبې او کلتوري نږدېوالي له امله ځانګړی اهمیت لري.

د پتنګ په وینا، روسیه هم دې پایلې ته رسېدلې چې د افغانستان له خلکو سره جګړه کومه پایله نه لري؛ له همدې امله اوس له افغانستان سره د ښو اړیکو د پراختیا هڅه کوي.

هغې ټینګار کړی، چې افغانستان باید له ټولو هېوادونو سره بې‌طرفه او دیپلوماتیکې اړیکې وساتي او د هر ډول بهرنیو اړیکو بنسټ باید د افغانستان ملي ګټې وي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ