رویټرز راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلان لري، راتلونکې اوونۍ واشنګټن ته د چین د ولسمشر شي جین پینګ د سفر پر مهال د انډریوز ګډې پوځي اډې په هوايي ډګر کې د نوموړي هرکلی وکړي.
د امریکايي چارواکو په وینا، دا کار د امریکا د ولسمشر لپاره یو نادر اقدام دی، ځکه بهرنیو مشرانو ته د هوايي ډګر په ساحه کې د ولسمشر له لوري هرکلی ډېر کم ترسره کېږي.
چارواکو ویلي، د شي جین پینګ د سفر پر مهال به په سپینه ماڼۍ کې د هرکلي رسمي مراسم، د ګلاب باغ کې پوځي ننداره او ماښام دولتي مېلمستیا ترسره شي.
د راپور له مخې، په دولتي مېلمستیا کې به د ټکنالوژۍ د ګڼو سترو شرکتونو مشران، په ګډون د جېف بېزوس، سندر پچای، سام الټمن، ټیم کوک، ایلان ماسک، جنسن هوانګ او مایکل ډېل هم ګډون ولري.
امریکايي چارواکي وايي، د ټرمپ او شي جین پینګ په لیدنه کې به د سوداګرۍ، نړیوال اقتصاد ته د نایابه فلزاتو د جریان او مصنوعي ځیرکتیا په ګډون پر یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې وشي.


