امریکايي رسنۍ فاکس نیوز راپور ورکړی چې سعودي عربستان د تېلو د تولید او صادراتو پر وړاندې له یوه جدي نوي ګواښ سره مخ شوی دی.
د راپور له مخې، دغه اندېښنه وروسته له هغې زیاته شوې چې حوثي ځواکونو پر سعودي عربستان بریدونه پیل کړي او د سره سمندرګي د بابالمندب تنګي ته څېرمه سیمو کې یې خپل فعالیتونه پراخ کړي دي.
فاکس نیوز د منځني ختیځ د چارو د سیاسي شنونکي حسین عبدالحسین له قوله ویلي چې په سیمه کې وضعیت د لا خرابېدو پر لور روان دی.
عبدالحسین ادعا کړې چې ایران ښايي حوثي ځواکونه هڅولي وي څو پر سعودي عربستان فشار زیات او د دغه هېواد د تېلو د صادراتو پر وړاندې د بندیز یا محاصرې هڅه وکړي.
د راپور له مخې، د بابالمندب تنګي جغرافیایي موقعیت د سعودي عربستان د تېلو د صادراتو لپاره ځانګړی اهمیت لري، ځکه دغه سمندري مسیر د نړیوالې سوداګرۍ او انرژۍ له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي.


