د کونړ په اندیرسیر سیمه کې نن سهار شاوخوا لس بجې په یوه ښوونځي کې چاودنه شوې ده.
کونړ کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امریت د امنیې قومندانۍ د رسنیز دفتر له قوله د پېښې خبر ورکړی دی.
تر اوسه د چاودنې د څرنګوالي، لامل او احتمالي مرګژوبلې په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.


