ایلان ماسک: د افغان ښځو وضعیت ډېر اندېښمنوونکی دی

0
45

د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو حکومت محدودیتونه دا ځل د امریکايي میلیاردر ایلان ماسک د غبرګون لامل شوي دي.

ماسک د ډېلي‌مېل ورځپاڼې د یوه راپور په ځواب کې د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت ډېر اندېښمنوونکی بللی او خپل نظر یې پر اېکس ټولنیزه شبکه خپور کړی دی.

د ډېلي‌مېل د راپور له مخې، په بلخ ولایت کې روغتیايي کارکوونکو ته امر شوی چې د ښځو نومونه په رسمي اسنادو او طبي نسخو کې ونه لیکي او پر ځای یې د «بي‌بي» کلمه وکاروي.

په راپور کې د طالبانو حکومت د جزایي نظام‌نامې ځینې مادې هم څېړل شوې دي، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي، د ماشومانو ودونو او د بېوزلۍ له امله د نجونو د پلورلو په اړه اندېښنې راپورته کوي.

افغان ښځې او نجونې د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو راهیسې د زده‌کړو، کار او ټولنیز ژوند په برخو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي؛ هغه وضعیت چې په نړیواله کچه یې د نیوکو او اندېښنو لړۍ روانه ساتلې ده.

د طالبانو حکومت د یاد راپور په تړاو تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ