د مولانا فضل‌الرحمن زوی نیول شوی او کور یې تړل شوی

0
45

د جمعیت علمای اسلام ګوند ویاند اسلم غوري ادعا کړې، چې د ګوند د مشر مولانا فضل‌الرحمن زوی مولانا اسجد محمود نیول شوی او د کورنۍ غړي یې له استوګنځي ایستل شوي دي.

اسلم غوري ویلي، چې امنیتي او حکومتي چارواکو د مولانا فضل‌الرحمن د کورنۍ غړي له کوره ایستلي او وروسته یې کور هم تړلی دی.

د نوموړي په وینا، د کورنۍ غړي له سیمې وتلي دي.

د جمعیت علمای اسلام ویاند د پاکستان پر لومړي وزیر شهباز شریف حکومت نیوکه کړې او ادعا یې کړې، چې حکومت د ظلم او زورزیاتي په برخه کې ټول پخواني ریکارډونه مات کړي دي.

بل لور ته، د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل‌الرحمن خپلو پلویانو ته سپارښتنه کړې، چې د وروستیو پېښو له امله دې احساساتي غبرګون نه ښيي او د زغم او حوصلې له لارې دې له فشارونو سره مقابله وکړي.

د ګوند ویاند هم له پلویانو غوښتي، چې د ګوند د مشرتابه لارښوونو ته دې انتظار وباسي او له خپل‌سريو اقداماتو دې ډډه وکړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ