د بلوچستان حکومت په مکران کې د مسافر وړونکو موټرو له لارې د ایراني تېلو پر لېږد بندیز ولګاوه

0
9

د پاکستان د بلوچستان ایالتي حکومت په مکران سیمه کې د مسافر وړونکو موټرو په وسیله د ایراني تېلو پر لېږد بشپړ بندیز لګولی دی.

د راپورونو له مخې، دغه پرېکړه د مسافر وړونکو موټرو په وسیله د ایراني تېلو د لېږد د مخنیوي او د یادې لارې د امنیت او ترافیکي نظم د ټینګښت په موخه شوې ده.

د نوي بندیز له مخې، له مکران سیمې څخه د تېرېدونکو مسافر وړونکو موټرو چلوونکي نور نه شي کولای په خپلو موټرو کې ایراني تېل ولېږدوي.

د بلوچستان حکومت د دې پرېکړې د عملي کولو لپاره اړوندو امنیتي او ترانسپورټي ادارو ته د څارنې او د سرغړونکو پر وړاندې د قانوني اقداماتو د ترسره کولو سپارښتنه کړې ده.

ایراني تېل له اوږدې مودې راهیسې د بلوچستان په ځینو سیمو کې د غیررسمي لارو له لارې لېږدول کېږي او د دغه کاروبار د مخنیوي لپاره وخت ناوخت محدودیتونه هم لګول شوي دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ