د طالبانو حکومت: کونړ کې د مکتب ترڅنګ چاودنې ۷ زده‌کوونکي وژلي او ۹۹ نور ټپیان کړي

0
45

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي، د کونړ ولایت مرکز اسعدآباد اړوند د اندیرسیر په سیمه کې د یوه مکتب ترڅنګ چاودنې ۷ زده‌کوونکي وژلي او ۹۹ نور یې ټپیان کړي دي.

قانع په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي، د لومړنیو پلټنو له مخې، چاودنه مکتب ته څېرمه د کان‌کیندونکو شرکتونو د چاودېدونکو توکو په یوه ډیپو کې د غفلت او بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او نور جزئیات به وروسته اعلان شي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ