اسلام‌اباد کې درې‌اړخیزه غونډه؛پاکستان او ترکیه وایي، د حوثي بریدونو پر وړاندې د سعودي عربستان دفاع کوو

0
10

د پاکستان او ترکیې چارواکو ژمنه کړې، چې د حوثيانو د روانو بریدونو پر وړاندې به د سعودي عربستان ملاتړ کوي.

دغه ژمنه په داسې حال کې شوې، چې د درې واړو هېوادونو چارواکو د جمعې په ورځ په اسلام‌اباد کې د درې‌اړخیز دفاعي تړون په چوکاټ کې خبرې کړې دي.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان دفاعي او پوځي چارواکو تر دوو ساعتونو ډېرې خبرې کړې او په منځني ختیځ کې یې د وروستیو بدلونونو په اړه بحث کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، چې په دې غونډه کې د سیمه‌ییزو کړکېچونو د کمولو او د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې د شخړو د سوله‌ییز حل لپاره د هڅو پر دوام هوکړه شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې درې واړو لورو په یمن کې د ایران په ملاتړ د حوثيانو هغه بریدونه غندلي، چې د سعودي عربستان ملکي وګړي او ملکي تاسیسات یې په نښه کړي دي.

د اسحاق ډار په وینا، درې واړو هېوادونو د ګډ دفاعي تړون له مخې د سعودي عربستان د امنیت، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په برخه کې خپل ملاتړ یو ځل بیا تایید کړی دی.

بل لور ته، د ترکیې چارواکو ویلي، چې انقره سعودي عربستان ته د پوځي مرستو د لېږلو امکان ارزوي؛ خو ټینګار یې کړی، چې د مکې دفاعي تړون یوازې دفاعي بڼه لري او ترکیایي سرتېري به په یمن کې د جګړې یا پر حوثيانو د برید لپاره نه استول کېږي.

دغه درې‌اړخیز دفاعي تړون د روان ۲۰۲۶ کال د اګست په اوومه د سعودي عربستان په مکه ښار کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف، د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان لاسلیک کړی و.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ دغه تړون هم په رسمي ډول تایید کړ، چې ورسره د ترکیې د تصویب بهیر بشپړ شو.

تر دې وړاندې د ترکیې پارلمان دغه تړون د ۲۷۹ موافقو او ۱۱۹ مخالفو رایو په پایله کې تصویب کړی و.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان، د دفاع وزیر یاشار ګولر او د پوځ لوی درستیز هم په اسلام‌اباد کې په غونډه کې ګډون کړی دی.

د سعودي عربستان د دفاع وزیر خالد بن سلمان او د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان هم د دغه هېواد په استازیتوب ګډون درلود.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلي، چې هېواد به یې د حوثي بریدونو پر وړاندې د سعودي عربستان د دفاع لپاره له خپلو ژمنو سره سم اقدام وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د دغه تړون له مخې، د درې واړو هېوادونو پر یوه غړي برید د ټولو پر وړاندې برید ګڼل کېږي. تړون د لسو کلونو لپاره اعتبار لري او د درې واړو هېوادونو ګډه دارالانشا هم په سعودي عربستان کې جوړه شوې ده.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ