رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې هکرانو د امریکا د هوايي ځواک د «Cloud One» په نوم کلاوډ کمپیوټري پلاتفورم ته نفوذ کړی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، دغه سایبري نفوذ شاوخوا تېره یوه میاشت کې د یاد سیستم د لوړولو او نوي کولو د چارو پر مهال کشف شوی دی.
د دې پېښې له کشف وروسته د دغه پلاتفورم په بېلابېلو برخو کې ګډوډي رامنځته شوې ده.
د راپور پر بنسټ، دغه سایبري نفوذ ښايي د امریکا د هوايي ځواک د ډېرو حساسو معلوماتو امنیت له خطر سره مخ کړي.
په دغو معلوماتو کې پوځي تاکتیکي معلومات، د پوځي او ملکي کارکوونکو اړوند معلومات او د اکمالاتو او لوژستیکي چارو اسناد شامل دي.
«Cloud One» د امریکا د هوايي ځواک هغه کلاوډ کمپیوټري پلاتفورم دی، چې د معلوماتو د زېرمه کولو او کمپیوټري خدمتونو لپاره کارول کېږي.
رویټرز زیاته کړې، چې تر اوسه نه دي توانېدلې چې د دغه سایبري برید د عاملانو هویت معلوم کړي، د سیستم پر وړاندې د نفوذ بشپړه کچه مشخصه کړي او یا دا تایید کړي چې په دې پېښه کې کوم معلومات غلا شوي دي که نه.


