د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له ایرانیانو غوښتي، چې د خپلو دښمنانو د فشارونو پر وړاندې اختلافات یوې خواته کړي او د هېواد د پرمختګ لپاره په ګډه کار وکړي.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، پزشکیان د یوه نوي ښاري رېلپټلۍ د لومړي پړاو د پرانیستلو په مراسمو کې ویلي، د ایران دښمنان نه غواړي دغه هېواد پرمختګ وکړي، خو ایرانیان باید خپل اختلافات پرېږدي، لاسونه سره ورکړي او د کورنیو وړتیاوو او د خلکو د ګډون په تکیه د ودې، پرمختګ او سوکالۍ لاره په پیاوړتیا سره تعقیب کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د بندیزونو او جګړې له لارې د ایران لپاره سخت شرایط رامنځته شوي، خو دغه هېواد بیا هم د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي.


