امتیاز احمد: پر افغانستان د فشار لپاره سوداګري محدودول اسلام اباد ته اوږد مهاله ناوړه پايلې لري

0
56

ژباړه او ترتيب: غوث جانباز
لیکنه: Open World Foundation

…..

د پاکستان په The Express Tribune ورځپاڼه کې د اقتصادپوه امتیاز احمد یوه مقاله خپره شوې، چې له افغانستان سره د پولې تړل کېدو اوږدمهاله اقتصادي پایلې څېړي.

په مقاله کی وړاندې شوې ارقام د پام وړ دي: افغانستان ته د پاکستان صادرات د ۲۰۲۴/۲۵ مالي کال له ۱.۳۹ میلیارد ډالرو څخه په ۲۰۲۵/۲۶ مالي کال کې ۳۶۴ میلیون ډالرو ته راټیټ شوي او له منځنۍ آسیا څخه د پاکستان واردات ۸۷ سلنه کم شوي دي. په عین حال کې، پاکستان ونه توانېد چې د افغانستان د بازار له لاسه ورکول د نورو بازارونو له لارې جبران کړي.

خو ستونزه یوازې تر سوداګریزو زیانونو محدوده نه ده. اسلام‌آباد له کلونو راهیسې پاکستان ځان د منځنۍ آسیا لپاره د سمندر طبیعي دروازه ښودلی او د دې مفکورې پر بنسټ یې د افغانستان له لارې د ترانزیټي پروژو ملاتړ کړی دی. اوس یو متناقض وضعیت رامنځته شوی: هغه هېواد چې غواړي د سیمې د ترانزیټ پر مهم مرکز بدل شي، په خپله د ترانزیټ یو له مهمو دهلېزونو څخه د فعالیت مخه نیسي.

له شک پرته، د امنیت په اړه د پاکستان اندېښنې خپل دلایل لري، خو پر کابل باندی د فشار راوړلو د وسیلې په توګه د سوداګرۍ او ترانزیټ محدودول اسلام‌آباد ته اوږدمهاله اقتصادي زیانونه اړوي. افغانستان ورو ورو خپل سوداګریز مسیرونه بدلوي، بدیلې لوژیستیکي لارې جوړوي او له نویو اقتصادي شریکانو سره خپلې اړیکې پراخوي. له همدې امله، له پاکستان سره د اړیکو عادي کېدل هم د پخوانیو سوداګریزو اړیکو د بېرته راګرځېدو ضمانت نه شي کولای.

د منځنۍ آسیا لپاره هم د دې وضعیت پایلې مهمې دي. د سیمې هېوادونه د هند سمندر بندرونو ته د لاسرسي په لټه کې دي، خو موخه یې د ترانزیټي لارو تنوع ده، نه دا چې یوه ترانزیټي اتکا پر بلې بدله کړي. د ترانزیټي دهلېزونو د زیاتېدونکې سیالۍ په شرایطو کې یوازې جغرافیایي موقعیت بسنه نه کوي، د تګ راتګ د اصولو وړاندوینه کېدونکی ثبات، د لېږد رالېږد امنیت او د ترانزیټ د بې‌وقفې دوام تضمین هم اساسي اهمیت لري.

تر دې هاخوا، د افغانستان له لارې د ترانزیټي دهلېز ارزښت د منځنۍ او جنوبي آسیا له پولو ډېر پراخ دی. د دې دهلېز پراختیا کولای شي د یوروشیا بازارونه او د خوراکي توکو تولیدوونکي د عرب سمندر له بندرونو، عمان او د خلیج له بازارونو سره ونښلوي. د هرمز تنګي په شاوخوا کې روان بحران هم د بدیلو لوژیستیکي لارو او د عربي پاچاهیو د خوراکي خوندیتوب په تړاو د دې طرحې اهمیت نور هم زیات کړی دی.

په همدې تړاو، د پاکستان د اقتصادپوه هغه وړاندیز د پام وړ دی چې له افغانستان سره د یوه څو اړخیز تړون د لاسلیک غوښتنه کوي، څو د دوه‌اړخیزو اړیکو له وضعیت پرته د توکو لېږد رالېږد دوام ومومي. مالي تضمینونه، د بیمې میکانېزمونه او اوږدمهاله سوداګریز تعهدات کولای شي د اقتصادي اړیکو د ترینګلتیا د کمولو وسیلې وګرځي، پرته له دې چې د سیاسي اختلافاتو بشپړ حل ته انتظار وشي.

په پای کې، له افغانستان سره اوږدمهاله شخړه د پاکستان جغرافیایي امتیازات تر پوښتنې لاندې نه راولي، بلکې د دغو امتیازاتو د ګټې اخیستنې لپاره د اسلام‌آباد وړتیا تر پوښتنې لاندې راولي. پاکستان له دې خطر سره مخ دی چې منځنۍ آسیا ته د ترانزیټي دروازې د جوړېدو فرصت به تر هغه مخکې له لاسه ورکړي، چې د دې وړتیا د عملي کولو جوګه شي، او په دې توګه به د یوروشیا د راټوکېدونکي ترانزیټي نظام په جوړښت کې خپل مهم سیمه‌ییز ځای نورو لارو ته پرېږدي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ