څېړنه: بې‌کوره شوي ماشومان په راتلونکي کې د کار او زده‌کړو له فرصتو دوه برابره محرومېږي

0
14

د یوې نوې څېړنې موندنې ښيي، هغه ځوانان چې د ماشومتوب پر مهال بې‌کوره شوي، د خپلو همزولو په پرتله دوه برابره ډېر له زده‌کړو، کار او مسلکي روزنې څخه پاتې کېږي.

د بریتانیا د «شېلټر» بنسټ د لندن پوهنتون د معلوماتو پر بنسټ موندلې، چې د کور نشتوالی او خراب استوګنیز شرایط د ماشومانو پر تعلیمي پرمختګ او راتلونکي کاري فرصتونو منفي اغېز کوي.

د «سټن ټرسټ» بنسټ هم په یوه جلا څېړنه کې ویلي، هغه ماشومان چې په نامناسبو کورونو کې ژوند کوي، د ښوونځي په ازموینو کې د ښو پایلو او لوړو زده‌کړو ته د لار موندلو لږ چانس لري.

د څېړنې له مخې، اوس مهال په بریتانیا کې نږدې یو میلیون ځوانان له زده‌کړو، کار او مسلکي روزنې څخه بې‌برخې دي.

د بریتانیا لومړي وزیر انډي برنهام د ځوانانو د بې‌کارۍ د مخنیوي لپاره د ملي کمپاین ژمنه کړې او دغه وضعیت یې اقتصادي ناورین او اخلاقي ناکامي بللې ده.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ