ایا د بودجې محدودیتونه د ایران جګړه درولای شي، که ټرمپ بیا هم جګړې ته دوام ورکوي؟

0
9

د امریکا د کانګرس د بودجې د تصویب په درشل کې د ایران جګړې د تمویل موضوع د واشنګټن په سیاسي بحثونو کې د پام وړ ځای نیولی؛ د ډیموکراتانو یوه ډله هڅه کوي د حکومت د راتلونکې بودجې له تصویب سره داسې محدودیتونه وتړي، چې د ایران پر وړاندې د پوځي بریدونو د دوام لپاره د امریکايي مالیه‌ورکوونکو د پیسو لګول منع کړي.
خو دا هڅه په داسې حال کې کېږي چې د بودجې پر سر د سیاسي اختلافونو د زیاتېدو له امله د فدرالي حکومت د فعالیتونو د ځنډېدو احتمال هم شته.

د الجزیرې د راپور له مخې، د امریکا د فدرالي حکومت د تمویل موده د دسمبر په ۱۱مه پای ته رسېږي او کانګرس باید تر دې نېټې مخکې د حکومت د ادارو، خدماتو او پوځي فعالیتونو د دوام لپاره د بودجې پر نوي توافق هوکړه وکړي.

د ډیموکراتانو ځینې غړي غواړي له همدې فرصت څخه استفاده وکړي او د ایران جګړې د دوام لپاره د بودجې په لایحه کې محدودیتونه شامل کړي.

د کانګرس غړو یاسمین انصاري او رو خانا له خپلو ډیموکرات همکارانو غوښتي، چې د بودجې د تصویب په بهیر کې د ایران پر وړاندې د تهاجمي پوځي عملیاتو د تمویل د منع کولو شرط مطرح کړي. دوی ویلي، له هرې هغې بودجې سره به مخالفت وکړي چې د ایران پر وړاندې د بریدونو د دوام لپاره د امریکايي مالیه‌ورکوونکو د پیسو لګول نه منع کوي.

د دوی په باور، کانګرس باید د اساسي قانون له مخې د بودجې د تصویب صلاحیت د جګړې د محدودولو لپاره وکاروي.

د راپور له مخې، په امریکا کې د جګړې د دوام یا پای ته رسېدو په اړه سیاسي اختلافونه په داسې حال کې زیات شوي، چې د منځنۍ دورې ټاکنو وروسته ډیموکراتان په پام کې لري د جنورۍ له میاشتې څخه په کانګرس کې خپل نفوذ زیات کړي.

د رویټرز او ایپسوس یوې وروستۍ نظرپوښتنې ښودلې، چې د امریکایانو ۷۱ سلنه غواړي نوی کانګرس د ایران جګړه پای ته ورسوي.

د لندن د کینګز کالج استاد او د نړیوالو امنیتي چارو شنونکی اندریاس کرېګ وايي، د بودجې د تمویل محدودول ښايي د ټرمپ د پوځي اقداماتو پر وړاندې د کانګرس لومړنی جدي اداري محدودیت وي.

د هغه په باور، د بودجې له لارې د پوځي عملیاتو محدودول د جګړې د دوام لپاره د ولسمشر د مالي امکاناتو د کنټرول یوه مهمه وسیله ده؛ خو د اضافي بودجې نه تصویب په خپله د جګړې د سمدستي پای ته رسېدو معنا نه لري.

هغه څرګندوي، د امریکا پوځ په سیمه کې لا هم د عملیاتو د دوام لپاره د پام وړ امکانات لري او د اضافي بودجې نه تصویب ښايي د ولسمشر د نورو پوځي بریدونو مخه سمدستي ونه نیسي.
خو د یوې اوږدې پوځي مبارزې دوام د مالي سرچینو، مهماتو او دفاعي تجهیزاتو له کمښت سره تړلې ستونزې زیاتولای شي.

د بودجې د تصویب پر وړاندې بل مهم خنډ د حکومت د احتمالي تړل کېدو موضوع ده.

د امریکا د سنا د اکثریت مشر جان تون ویلي، امریکایان د حکومت د فعالیتونو د بیا ځنډېدو اړتیا نه لري او د حکومت تړل کېدل به یوه لویه تېروتنه وي.
د بودجې د تصویب لپاره په سنا کې د ۱۰۰ غړو له ډلې ۶۰ رایو ته اړتیا ده؛ له همدې امله د جګړې د تمویل محدودول او د دولتي ادارو د فعالیتونو دوام دواړه د سیاسي توافق غوښتنه کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د کانګرس له خوا تصویب شوې بودجې ویټو کولای شي.
که هغه داسې لایحه رد کړي چې د ایران پر وړاندې د پوځي عملیاتو تمویل محدودوي، د ویټو لغوه کولو لپاره به د کانګرس په دواړو مجلسونو کې د دوه‌درېیمې برخې رایو ترلاسه کول اړین وي؛ هغه شمېر چې د ډیموکراتانو لپاره یوازې په خپلو رایو ترلاسه کول ستونزمن دي.

د راپور له مخې، د امریکا کانګرس په تېرو جګړو کې هم د پوځي عملیاتو د محدودولو لپاره د بودجې له صلاحیت څخه د استفادې هڅې کړې دي.

د ویتنام جګړې پر مهال کانګرس د جګړې د محدودولو او د ځواکونو د ایستلو په برخه کې اقدام وکړ؛ خو د عراق جګړې پر مهال د ځواکونو د ایستلو له مهال‌وېش سره د بودجې تړلو هڅه د ولسمشر جورج بوش له ویټو سره مخ شوه او په پای کې ډیموکراتان له خپلو غوښتنو ځینې برخې شاته شول.

شنونکي وايي، د دسمبر ۱۱مه د بودجې وروستۍ نېټه د ایران جګړې د محدودولو لپاره د ډیموکراتانو د فشار مهم فرصت دی؛ خو د دې هڅې بریا به د بودجې د لایحې په وروستي متن، د جمهوري‌پالو ملاتړ، د ټرمپ د ویټو په احتمالي پرېکړه او د جګړې د دوام لپاره د موجودو پوځي او مالي امکاناتو پورې تړلې وي.

په ورته وخت کې، د کانګرس فشار ښايي د جګړې د دوام پر ځای د یوې سیاسي او دیپلوماتیکې حل‌لارې د موندلو هڅې هم چټکې کړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ