د ایران د اټومي انرژۍ سازمان مشر محمد اسلامي ویلي، هغه ادعاوې چې ایران د اټومي وسلو د جوړولو هڅه کوي، بېبنسټه او جوړې شوې دي او د دغه هېواد سولهییز اټومي پروګرام به ونه درول شي.
اسلامي په خپلو څرګندونو کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د فشارونو او تورونو پر وړاندې توند دریځ نیولی او ټینګار یې کړی، چې د ایران ملکي اټومي فعالیتونه د دوام وړ دي او هېڅوک یې د درولو توان نه لري.
هغه د ایران د اټومي وسلو د جوړولو ادعاوې رد کړې او دا تورونه یې د ایران د اټومي پروګرام پر وړاندې د تبلیغاتو او بېبنسټه ادعاوو په توګه یاد کړي دي.


