د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی، چې د افغانستان بشري مرستو صندوق شاوخوا ۳۲ میلیونه ډالر د هېواد له اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره ځانګړي کړي دي.
اوچا پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې دغه مالي مرسته په داسې حال کې ځانګړې شوې، چې په افغانستان کې د بشري مرستو اړتیاوې لا هم پراخې دي او د مرستو لپاره شته سرچینې د کمښت له فشار سره مخ دي.

د دغه دفتر په وینا، ټاکل شوې دغه پیسې د همکارو مرستندویه بنسټونو له لارې ولګول شي، څو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې تر ټولو زیانمنونکو او اړمنو ټولنو ته د ژوند ژغورنې مرستې ورسېږي.
اوچا ټینګار کړی، چې د دغو مرستو موخه د هغو خلکو ملاتړ دی، چې د روانو بشري ستونزو له امله له سختو شرایطو سره مخ دي.

د یادونې ده، چې افغانستان لا هم د بشري مرستو پراخې اړتیاوې لري او د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله ګڼ شمېر اړمنې کورنۍ له ستونزو سره مخ دي.


