فرانسه په ۲۰۲۷ کال کې ۲۸۵ نورو افغان ښځو ته د زده‌کړو او اوسېدو زمینه برابروي

0
41

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوئل بارو اعلان کړی، چې هېواد یې په راتلونکي کال کې د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره د زده‌کړو او منلو پروګرامونه پراخوي.

نوموړي د فرانسې په ملي شورا کې ویلي، چې د ۲۰۲۷ کال په جنورۍ کې به ۵۰ افغان ښځینه محصلینې د دغه هېواد په پوهنتونونو کې ومنل شي او د سپټمبر په میاشت کې به ۳۵ نورې افغان ښځې د فرانسې دولتي تحصیلي بورسونه ترلاسه کړي.

د هغه په وینا، فرانسه به په راتلونکي کال کې ۲۰۰ نورې افغان ښځې هم ومني، چې دا د پخواني پروګرام په پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

بارو زیاته کړې، چې د دې پروګرام د عملي کولو لپاره به په سیمه کې، په ځانګړې توګه پاکستان کې، خپلې دیپلوماتیکې هڅې پیاوړې کړي او له ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او اړوندو بنسټونو سره به همکاري وکړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له لوري د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار محدودیتونه لا هم دوام لري.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ