په هرات کې د طالبانو حکومت د رسنیو دفتر مسوولین وايي، د بېکیفیته توکو د وارداتو د مخنیوي په لړ کې یې په اسلامکلا بندر کې ۲۷ باروړونکي موټر بېرته صادرونکي هېواد ته مسترد کړي دي.
د یاد دفتر د پنجشنبې ورځې د خبرپاڼې له مخې، په دغو موټرو کې ۲۶ ټانکرونه د نفتي موادو بار وو، چې ۱۲ یې پټرول، ۱۰ ډیزل او څلور نور د ګازو ټانکرونه وو. د مسوولینو په وینا، دغه مواد د ټاکل شویو کیفیتي معیارونو د نهپوره کولو له امله بېرته ګرځول شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یو بل موټر هم د توشکو او بالښتونو د بېکیفیته پوښونو د لېږد له امله بېرته مسترد شوی دی.
که څه هم د هرات د رسنیو دفتر د دغو توکو د صادرونکي هېواد نوم نه دی په ډاګه کړی، خو اسلامکلا د افغانستان او ایران ترمنځ مهم سوداګریز بندر دی.
د مسوولینو په خبره، د دې اقدام موخه د بېکیفیته توکو د واردېدو مخنیوی، د مصرفوونکو د حقونو ساتنه او د وارداتي توکو د کیفیت له معیارونو سره د برابرۍ ډاډ ترلاسه کول دي.


